افغانستان او ازبېکستان د برښنا پر لس کلن تړون موافقه وکړه.
د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير دغه هېواد ته د سفر پر مهال پر دې تړون موافقه کړې ده.
چارواکي: د ننګرهار خوږیاڼو کې کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول
د ننګرهار والي ویاند وايي، خوږياڼو ولسوالۍ ميرزا خېلو سيمه کې تېره شپه د ولسي پاڅوون کوونکو په ځوابيه بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.
د فارياب هوايي بريد کې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول
د ملي دفاع وزارت وايي، وسله وال په اندخوي ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو د بريد لپاره راټول شوي وو، چې هوايي بريد لاندې راغلل.
ولسمشر غني: طالبان د پرديو په لمسون افغانان وژني.
هغه د کندهار د چاودنې د غندلو ترڅنګ له طالبانو يو ځل بيا وغوښتل چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.
په ټوله نړۍ کې ١٧ ميليونه کسان له کرونا روغ شوي دي
د راپورونو له مخې، څه دپاسه ٢٤ ميليونه کسان پر کرونا اخته او نږدې اته نيم لکه نور کسان ترې مړه شوي دي.
لودین: د طالبانو پاتې بندیان ښايي روانه اوونۍ خوشې شي.
له طالبانو سره پر سوله د مذاکرې لپاره د حکومت د ۲۱ کسیز پلاوي غړی عطاالله لودین ویلي، هیله لري چې دا اوونۍ به له دواړو خواو سره پاتې بندیان خلاص شي او مخامخ خبرې به پیل شي.
امنيت شورا: د بنديانو خوشې کولو پلان کې بدلون نه دى راغلى
د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل وايي، څو پورې چې طالبان کومانډو سرتېري خوشې نه کړي، د هغوى پاتې ٣٢٠ بنديان نه خوشې کوو.
کرزى: امریکا له لومړیو د ترهګرو اصلي ځالو ته پام نه کاوه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په يوه تازه مرکه کې ویلي، چې له متحده ایالاتو سره د ده د مخالفت یو علت دا و، چې امریکا د ترهګرو اصلي ځالو پرځای چې په خپله دوی ته هم معلومې وې د ملکي افغانانو په کورونو، کلیو او بانډو عملیات کول.
کندوز ولايت کې ۴۴ وسله وال طالبان وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وايي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٤٤ تنه طالبان وژل شوي او ٣٣ نور ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.